د ترکیې هېواد د لیلیو د تنظیم د چارو د ادارې خبرتیا!

د ترکیې د سپورت او ځوانانو وزارت د ۳۱۴۴۹ ګڼې او 09/04/2021 نېټې  مقررې له مخې چې پدې وروستیو کی د دغه هېواد په رسمي جریده  کې هم خپره شوې، دا حکم چې: «محصلین کولای شي چې د نورمالې تحصلي مودې له پای وروسته یو کال نور هم په لیله کې پاتې شي» باطل اعلان شوی.

 د ترکیی د لیلیو د تنظیم ادارې عمومي ریاست د حکم او نوې مقررې سره سم چی په رسمي جریده کې د خپرېدو له نېټې څخه د اعتبار وړ ده، اوس یوازې هغه محصلین چې د زده کړو په نورماله دوره کې وي، کولای شي په لیلیو کې پاتې شي او هغه محصلین  چې تر نورمالې مودې یې تحصیلي موده اوږدیږي د لیلیو د عمومي ریاست له تاسیساتو څخه ګټه نشي اخیستلای.‎